کندز؛ چهار درې ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په چهار درې ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د فرهاد لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې فرهاد لوبډلې د ۲۵/۵ نمرو په توپیر خپلې سیالې شیرزاد ځوانانو لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ ورزش ته د ځوانانو د هڅولو او کوچني اختر د نمانځلو په موخه ترسره شوې، چې یوه شپه یې دوام وکړ.