کندز؛ په چهار دره ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۶ - ۱۰:۱۵
کندز؛ په چهار دره ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولایت د بدني روزنې او سپورټ ریاست او چهار درې ولسوالۍ د ورزشي کمېټې له لوري د چهار درې ولسوالۍ په دورمنو سیمه کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې.

دغه سیالۍ چې یوه میاشت یې دوام وکړ، په پایلوبه کې دورمنو ځوانانو لوبډلې د زیاتو امتیازونو په ترلاسه کولو سره لومړی او غرو قشلاق لوبډلې دویم مقام ترلاسه کړ.

هېره دې نه وي چې د یادو سیالیو په پای کې غوره لوبډلو او لوبغاړو ته ستاینلیکونه، مډالونه او کپونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۳۵
Background image

پکتيکا؛ ارگون ولسوالۍ کې د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ارگون ولسوالۍ کې له ۴ ولايتونو ۸ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ د غزني آزادۍ کلب. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۳۲
Background image

کابل کې د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د قوت الرمي پنځم پړاو ټاکنیزې سيالۍ پيل شوې

د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همکارۍ او د قوت الرمي ملي فدراسیون له لوري د ورزش ادارې په ۵۰۰ کسيز جمنازيوم کې د کابل ښار له ۱۰ کلبونو د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د قوت الرمي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۲۹
Background image

بلخ؛ چاهي ولسوالۍ کې د ۱۳۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په چاهي ولسوالۍ کې د ۱۳۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزي سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو په پایله کې د ۲۰ جوړو ترمنځ لوبې مساوي او. . .

BACK TO NEWS