کندز؛ په دشت ارچي ولسوالۍ کې د ١٠ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د فوټبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په دشت ارچي ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ د جمع رجب قرلق لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سياليو په پايلوبه کې جمع رجب قرلق لوبډلې خپلې سیالې تاجک قشلاق لوبډلې ته د ۱/۰ ګولونو په توپير سره ماتې ورکړه او اتلولي يې وګټله.
د يادو سياليو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول و، چې ۱۲ ورځې يې دوام وکړ.