کندز؛ قلعه زال ولسوالۍ کې د ۸۰ چاپندزانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ وشوې
د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د وزلوبې، نېزه وهلو او دودیزو لوبو ملي فدراسیون د استازولۍ او د قلعه زال ولسوالۍ ورزشي کمېټې له لوري د یادې ولسوالۍ په صالح اباد سیمه کې د ۸۰ چاپندزانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ وشوې.
د دغو سیالیو په پایله کې د میدان حکم له لوري یو اخرالاق اعلان شو، چې نور محمد پهلوان خوسی تر حلالې دایرې ورسوه او د جایزې ګټونکی شو.
د یادو سیالیو موخه د چاپندزانو لا ښه چمتووالی او خلکو ته سالمه تفرېح برابرول و، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
