کندز؛ قلعه زال ولسوالۍ کې د ۶۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ وشوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۴ - ۱۳:۴۲
کندز؛ قلعه زال ولسوالۍ کې د ۶۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ وشوې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همغږۍ، د وزلوبې، نيزه وهنې او سيمه ييزو لوبو فدراسيون د استازولۍ له لوري د قلعه زال ولسوالۍ اړوند آق تپې سیمه کې د ۶۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ وشوې.

د يادو سياليو په پايله کې دوه اخراوالاقه ترسره شول، چې لومړی اخراوالاق شېر عالم پهلوان او دويم اخراوالاق حفيظ الله پهلوان تر حلالې دایرې ورسوه او د ځانگرو ډاليو گټونکي شول.

دا سيالۍ ملي لوبو ته د ودې ورکولو او د يادې سیمې وگړو لپاره د سالمې تفريح برابرولو په موخه ترسره شوې، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۹:۳۷
Background image

غور؛ پسابند ولسوالۍ کې د اوو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د غور ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په پسابند ولسوالۍ کې د اوو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د عقابان لوبډلې په اتلولۍ پای ته. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۴:۳۷
Background image

ننګرهار؛ خوږیاڼو ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډ‌لو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې، چې یوه میاشت به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۰:۳۸
Background image

سمنګان؛ مرکز ایبک کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د کیک بوکسینګ ټاکنیزې سیالۍ وشوې

د سمنګان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د کیک بوکسینګ ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز ایبک کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د کیک بوکسینګ ټاکنیزې سیالۍ وشوې، چې یوه. . .

BACK TO NEWS