ننګرهار؛ خوږیاڼو ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې
د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې، چې یوه میاشت به دوام وکړي.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې عوض خان لوبډلې د ۲ پر صفر میدانونو په توپیر خپلې سیالې شریف الله لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ بریا یې خپله کړه.
