کندز؛ د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د سیمه ییزې پهلوانۍ ازادې سیالۍ ترسره شوې
د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د یاد ولایت په سپین زر ورزشي لوبغالي کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د سیمه ییزې پهلوانۍ ازادې سیالۍ ترسره شوې.
دغو سیالیو، چې یو ورځ یې دوام وکړ، موخه یې د ورزشکارانو ظرفیت لوړول او یوه سالمه تفریح برابرول و.
د سیالیو په پای کې غوره ورزشکارانو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.