کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د شپږو لوبدلو ترمنځ د والیبال سیالۍ ترسره شوې
د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د محمد ولي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې محمد ولي لوبډلې د ۲۵ پر ۱۶ نمرو په توپیر خپلې سیالې ایسکي مدرسې لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.

