کندز؛ اقتيپې لوبډلې د دوستي جام په نوم د فوټبال سياليو اتلولي وگټله

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۲ - ۵:۸
کندز؛ اقتيپې لوبډلې د دوستي جام په نوم د فوټبال سياليو اتلولي وگټله

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په قلعه ذال ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د دوستي جام په نوم د فوټبال سيالۍ، چې څلورو ورځې مخکې پیل شوې وې، د اقتيپې لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو په پايلوبه کې اقتيپې لوبډلې خپلې سيالې چهار گلتيپې لوبډلې ته د ۰/۲ گولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.

ياده دې وي، چې د دغو سياليو په پای کې د ياد ولايت د ورزش رياست له لوري لومړي او دويم مقام گټوونکو لوبډلو ته کپونه، توپونه، مډالونه او ستاينليکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۷:۴۹
Background image

کابل کې د ۶۰ لامبو وهونکو ترمنځ د مرکزي زون لامبو وهلو ټاکنیزې سیالۍ پیل شوې

د کابل ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همکارۍ د لامبو وهلو فدراسیون د استازولۍ له لوري په کابل کې د هېواد د شپږو ولایتونو د ۶۰ لامبو وهونکو ترمنځ په څلورو سبکونو کې د مرکزي زون. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۷:۴۳
Background image

پروان؛ جبل السراج ولسوالۍ کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ وشوې

د پروان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت په همکارۍ او د يادې ولسوالۍ ورزشي مديريت له لوري د یاد ولایت په جبل السراج ولسوالۍ کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۷:۴۱
Background image

زابل؛ شینکۍ ولسوالۍ کې د ٦٠ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په شینکۍ ولسوالۍ کې د ٦٠ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.

دغه سیالۍ د لوړې شینکۍ او کښته شینکۍ ترمنځ ترسره شوې،. . .

BACK TO NEWS