کاپیسا کې د فوټبال ب ليګ سيالۍ د خراسان کوه بند لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۶ - ۱۱:۲۰
کاپیسا کې د فوټبال ب ليګ سيالۍ د خراسان کوه بند لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د کاپيسا ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز محمود راقي ښار کې د ۱۳ لوبډلو ترمنځ د فوټبال ب ليګ سيالۍ د خراسان کوه بند لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو په پايلوبه کې خراسان کوه بند لوبډلې خپلې سیالې انقلاب تلشيد لوبډلې ته د ۲/۰ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.

د يادو سياليو موخه د فوټبال لوبو ته وده ورکول او د غوره لوبغاړو موندل و، چې درې مياشتې يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۶ - ۱۴:۲۴
Background image

پکتیا؛ څمکنیو ولسوالۍ کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همکارۍ او د والیبال فدراسیون د استازولي له لوري د څمکنیو ولسوالۍ په لنډي راعه کلي کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال دوستانه سیالۍ د منگل منتخبې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۶ - ۱۴:۲۳
Background image

زابل؛ شينکۍ ولسوالۍ کې د ۷۰ غېږ نيونکو ترمنځ د غېږ نيونې سيالۍ وشوې

د زابل ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د ملي او دوديزو لوبو مدیریت له لوري د ياد ولايت په شينکۍ ولسوالۍ کې د ۷۰ غېږ نيونکو ترمنځ د غېږ نيونې سيالۍ وشوې.

دا سيالۍ د شينکۍ. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۶ - ۱۳:۲۶
Background image

بغلان؛ مرکز پلخمري ښار کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پيل شوې

د بغلان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز پلخمري ښار کې د ژمي جام په نوم د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال ګروپي سيالۍ پيل شوې. . .

BACK TO NEWS