کام اير والیبال لوبډلې عقاب بابه او سرې میاشتې لوبډلې افغان ملي ته ماتې ورکړه

org2_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۶ - ۱۲:۳۸
کام اير والیبال لوبډلې عقاب بابه او سرې میاشتې لوبډلې افغان ملي ته ماتې ورکړه

د افغانستان واليبال غوره ليګ څلورم پړاو سياليو په اوومه ورځ، کام ایر لوبډله د عقاب بابه پر وړاندې او افغان ملي لوبډله د سرې مياشتې لوبډلې پر وړاندې د سيالۍ ډګر ته ښکته شوه.

د دې سياليو د اوومې ورځې لومړۍ لوبه د کام ایر او عقاب بابه لوبډلو ترمنځ وشوه، چې په پايله کې يې کام اير لوبډلې وکولی شول، خپلې سيالې عقاب بابه لوبډلې ته د ۳ - ۰ ميدانونو په توپير ماتې ورکړي او په روانو سياليو کې د پرلپسې درېيمې بريا ترڅنګ د دې سياليو نيمه پايلوبې ته لار ومومي.

د دې سيالۍ د غوره لوبغاړي جايزه حبيب يوسفي ترلاسه کړه.

دغه راز دويمه لوبه يې د افغان ملي او سرې مياشتې لوبډلو ترمنځ وشوه، چې په پايله کې يې سرې مياشتې لوبډلې خپلې سيالې لوبډلې ته د ۳ - ۰ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او په روانو سياليو کې يې دويمه بريا خپله کړه. د دې لوبې د غوره لوبغاړي جايزه شاهد بدلون وګټله.

د يادو سياليو په لړ کې به سبا ( يکشنبه، د غبرګولي څلورمه ) دوې لوبې ترسره شي، چې لومړۍ لوبه به يې ماسپښين ۰۲:۰۰ بجې د خوست سهيلي بازانو او نګين هريوا ترمنځ او دويمه لوبه به يې مازيګر ۰۴:۰۰ بجې د ستاره او پامير لوبډلو ترمنځ ترسره شي.

د يادونې وړ ده، چې يادې سيالۍ د هېواد د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست په همکارۍ د واليبال ملي فدراسيون له لوري د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د روان کال د غويي مياشتې پر ۲۸ مه نېټه د دې رياست په ۲۵۰۰ کسيز جمنازيم کې پيل شوي، چې د غبرګولې مياشتې تر ۹مې نېټې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۹:۱۸
Background image

هلمند؛ نهر سراج ولسوالۍ کې د درېیوو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په نهر سراج ولسوالۍ کې د درېیوو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د آریانا لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۵:۲۰
Background image

کابل؛ پغمان ولسوالۍ کې د ٣٠ ورزشکارانو ترمنځ د ګلف ملي ټاکنیزو سیالیو لومړی پړاو سیالۍ پای ته ورسېدې

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د ګلف ملي فدراسیون له لوري د پغمان ولسوالۍ قرغې سیمه کې د ٣٠ ورزشکارانو ترمنځ د ګلف ملي ټاکنیزو سیالیو لومړی پړاو سیالۍ پای ته ورسېدې.

په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۵:۱۳
Background image

د بامیان مرکز کې د غرختنې لوبډله د بابا غره ته وختله

د باميان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د غرختنې ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت د غرختنې څلور کسيزه لوبډله د بابا غرونو ته وختله.

ياده لوبډله د بابا غرونو ۵۱۴۰. . .

BACK TO NEWS