کابل کې د ۸۳ ورزشکارانو ترمنځ د مس ريسلینګ سيالۍ وشوې

org_admin
جمعه ۱۴۰۵/۳/۲۹ - ۲۰:۵۲
کابل کې د ۸۳ ورزشکارانو ترمنځ د مس ريسلینګ سيالۍ وشوې

د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست سره په همغږۍ د بدن ښکلا او فټنيس ملي فدراسيون له لوري د کابل ولايت له ۲۷ کلبونو څخه د ۸۳ ورزشکارانو ترمنځ د مس ريسلینګ پنځم پړاو سيالۍ وشوې.

دغه سيالۍ د ځوانانو او لويانو ورزشکارانو په عمري او له منفي ۶۰ څخه تر مثبت ۱۳۰ کيلو‌ګرامه وزن په بېلابېلو وزني کټګوريو کې ترسره شوې، چې په پايله کې يې ۴۸ تنه د مس ريسلینګ راتلونکو ملي او نړيوالو سياليو ته غوره شول.

د ويلو ده، چې دغه سيالۍ د هېواد د المپيک ملي کميټې مرستيال او د بدن ښکلا او فټنيس ملي فدراسیون رئیس باور هوتک، ورزشي مسوولینو، ورزشکارانو او يو شمير مينوالو په شتون کې ترسره شوې، چې په پايله کې يې غوره شويو ورزشکارانو ته ستاينليکونه، مډالونه او کپونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۱۱:۱۸
Background image

دایکندي؛ شهرستان ولسوالۍ کې د ۱۷ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ وشوې

د دایکندي ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د یاد ولایت په شهرستان ولسوالۍ کې د ۱۷ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو دودیزې سیالۍ وشوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.

د دغو سیالیو په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۱۱:۱۴
Background image

د سرپل مرکز کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

د سرپل ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري او د اکټید موسسې په مالي ملاتړ د یاد ولایت په مرکز کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۹:۲۵
Background image

د بامیان مرکز کې د دولتي ادارو ۲۱ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پيل شوې

د باميان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز کې د دولتي ادارو ۲۱ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پيل شوې.

د دغو سياليو په. . .

BACK TO NEWS