کابل کې د فوټسال غوره لیګ درېیم پړاو سیالۍ پیل شوې

org2_admin
شنبه ۱۴۰۳/۴/۳۰ - ۹:۱۳
کابل کې د فوټسال غوره لیګ درېیم پړاو سیالۍ پیل شوې

د المپیک، بدني روزنې او ورزش لوی ریاست اړوند د فوټبال فدراسیون د فوټسال کمېټې له لوري په پلازمېنه کابل کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټسال غوره لیګ درېیم پړاو سیالۍ پیل شوې.

په دغو سیالو کې شمس هرات، آریا فورج، زیتون کابل، اتحاد هرات، برادران خواجه زاده، ظاهر اسد کابل، صداقت، جوانان میهن، سعادت نیمروز او پيروزي پنجشېر لوبډلو ګډون کوي.

د سیالیو د پیل په مراسمو کې د المپیک، بدني روزنې او ورزش لوی رئیس مولوي احمدالله وثیق، د فوټبال فدراسیون رئیس محمد یوسف کارګر، د بدني روزنې او ورزش فني او مسلکي مرستیال حافظ احمدجان ځدراڼ، ورزشي سلاکار قاري حیات الله رحماني، محمد نصيب رحماني د فوټسال ملي کمېټې رئیس، د ورزش ګڼو مینوالو او ورزشکارانو ګډون کړی و.

په دغو مراسمو کې د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق ټولو مېلمنو او ورزشکارانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ خوښي وښوده چې د ورزش په برخه کې یوه بله ملي برنامه پیل شوه.

ښاغلي وثیق په دغو مراسمو کې وویل: د افغانستان ورزش له بل هر وخت څخه ډېره وده کړې ده، چې په دغې برخه کې د کرکټ، فوټسال، فوټبال او بدن ښکلا وروستۍ لاسته راوړنې یې مهمې بېلګې دي.

د ښاغلي وثیق په خبره، په تېر کال کې د سترو لیګونو په شمول د هېواد په کچه څلور زره لویې او وړې ورزشي برنامې ترسره شوي دي.

ښاغلي وثیق په پای کې هیله څرګنده کړه چې د فوټسال دغه لیګ به د امن او خوښي فضأ کې ترسره شي.

همداراز د فوټبال فدراسیون رئیس محمد یوسف کارګر د افغانستان د فوټسال د وروستیو لاسته راوړنو په اړه خبرې وکړې او له ا.ا. او خصوصي سکتورونو څخه يې وغوښتل چې د هېواد د ورزش او ورزشکارانو ملاتړ وکړي ترڅو په نړیوالو سیالیو کې په لوړ مرال ګډون وکړي او ښې لاسته راوړنې ولري.

د سیالیو د پیل په مراسمو کې د هېواد د ورزش ادارې فني او مسلکي مرستیال حافظ احمدجان ځدراڼ هم د یادو سیالیو په ښه پیل خوښي څرګنده کړه او وې ويل، چې د ورزشي بنسټونو د ملاتړ پایله ده چې ورزش مو په کم وخت کې ډېر پرمختګ ګړی دی.

همداراز ښاغلي ځدراڼ رسنیو ته د وضاحت په ډول وویل چې د فوټسال او فوټبال ملي لوبډلې د بهرنیو سفرونو ټول لګښت د فوټبال فدراسیون پر غاړه دی او ژمنه یې وکړه چې له خپلو ورزش کارانو به د ورزش په هر ډګر کې ملاتړ کوي.

د یادونې وړ ده چې د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د ظاهر اسد او شمس هرات لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې یې شمس هرات لوبډلې د ٦ پر یو ګولونو په توپیر خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه.

ټاکل شوې چې د فوټسال غوره لیګ درېیم پړاو سیالۍ به ٢٣ ورځې دوام وکړي او اتله لوبډله به د مرکزي آسيا د فوټسال جام (کافا کلپ) سیالیو ته لار ومومي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۲۰:۳۱
Background image

د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۳۵
Background image

پکتيکا؛ ارگون ولسوالۍ کې د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ارگون ولسوالۍ کې له ۴ ولايتونو ۸ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ د غزني آزادۍ کلب. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۳۲
Background image

کابل کې د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د قوت الرمي پنځم پړاو ټاکنیزې سيالۍ پيل شوې

د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همکارۍ او د قوت الرمي ملي فدراسیون له لوري د ورزش ادارې په ۵۰۰ کسيز جمنازيوم کې د کابل ښار له ۱۰ کلبونو د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د قوت الرمي. . .

BACK TO NEWS