کابل کېې د تورې وهلو سیالۍ پیل شوې
کابل ولایت کې د تورې وهلو فدراسیون له لوري د بدني روزنې او ورزش ریاست په ۵۰۰ کسیز جمنازیوم کې د ۳۰ ورزرشکارانو ترمنځ په دوو څانګو فوئل او اپه کې د تورې وهلو سیالۍ پیل شوې چې یوه ورځ به دوام وکړي.
د دې سیالیو په مراسمو کې د المپيیک ملي کمېټې او ورزش رئيس نظر محمد مطمئين هم ګډون کړی او دا سیالۍ يې له نږدې ننداره کړې.
ښاغلي مطمئين د دې سیالیو په مراسمو کې وویل: توره وهل له اسلامي ورزشونو شمېرل کېږي چې د اسلام مبین دین يې په زده کړې ټینګار کړی او زیاته يې کړه موږ بشپړه هڅه کوو چې دې ورزش ته تر ولایتونو پورې پراختیا ورکړو.
د دې سیاليو په پای کې غوره لوبغاړي د کابل منتخبې لوبډلې له پاره ټاکل کېږي.
د تورې وهلو فدراسیون مشر طارق روشنګر په خبره د دې سیالیو موخه د تورې وهلو ورزش ته پراختیا ورکول دي.
