کابل د ۴۰ ورشکارانو ترمنځ د سوک وهنې سیالۍ ترسره شوې
د هېواد المپيک، بدني روزنې او ورزش لوی ریاست اړوند د سوک وهنې ملي فدارسیون له لوري د یاد ریاست د سوک وهنې ملي فدراسیون په جمنازیوم کې د کابل اول زون له ۳۰ کلبونو د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د ګلستان جام په نوم د سوک وهنې شپږم پړاو سیالۍ پیل شوې.
دغه سیالۍ، چې د لویو ورزشکارانو په عمري کټګورۍ کې ترسره کېږي په ۱۳ کلاس کې د ۴۸ څخه تر ۹۰ کیلو ګرام وزن کې ورزشکاران یو له بل سره سیالۍ وکړې،چې په پایله کې ۲۶ ورزشکاران د کابل لومړي زون ته وټاکل شوه.
هېره دې نه وي دغو سیالیو یو ورځ دوام وکړ او موخه یې د کابل لومړي زون ته د ۲۶ غوره ورزشکارانو موندل و.
د سیالیو په پای کې د کابل زون ته ټاکل شوو ۲۶ ورزشکارانو او غوره ورزشکارانو ته مډالونه او ستاینلیکونه ورکړل شوه.