کابل؛ له ۱۷ کلنو کم عمره ۱۴ کسيزه فوټسال ملي لوبډله بحرين ته روانه شوه

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۷ - ۱۶:۱۲
کابل؛ له ۱۷ کلنو کم عمره ۱۴ کسيزه فوټسال ملي لوبډله بحرين ته روانه شوه

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د فوټسال له ۱۷ کلنو کم عمره ۱۴ کسيزه ملي لوبډله او يو اته کسيز پلاوی، د ۲۰۲۵ نویو ځوانانو آسیايي سياليو درېيم پړاو کې د ګډون په موخه بحرین هېواد ته روانه شوه.

افغان فوټسال لوبډله به د دې سياليو په «الف» ګروپ کې د کوربه بحرين، ازبکستان او چين پر وړاندې د لوبې ډګر ته ښکته شي، چې خپله لومړۍ لوبه به د روانې ميلادي مياشتې پر ۲۴مه نېټه د ازبکستان پر وړاندې ترسره کړي.

د دې لوبډلې د مخې ښې په مراسمو کې د هېواد ورزش ادارې او فوټبال ملي فدراسيون فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدراڼ، د المپیکي چارو رئيس داد محمد پاينده اختري، د دې ادارې ورزشي سلاکار قاري حيات الله رحماني، د فوټسال کمېټې فني مرستيال فريد احمد يوسفزي او نورو ورزشي مسوولينو ګډون کړی و، چې ښاغلي ځدراڼ لوبغاړو ته د وينا پر مهال وويل، زه پر تاسو باور لرم، چې تاسو به په دې سياليو کې ښه ولوبېږئ او غوره لوبه به نندارې ته وړاندې کړئ.

دغه راز د المپیکي چارو رئيس داد محمد پاينده اختري وويل، موږ پوهېږو چې تاسو به له هغه سيالانو سره مخ شئ، چې له تاسو ښه امکانات لري، اما زه ستاسو په وړتيا باور لرم او هيله لرم، چې تاسو به خپلو سيالانو ته ماتې ورکوئ او ډک لاسه به هېواد ته راستنېږئ.

ټاکل شوې، چې د ۲۰۲۵ نویو ځوانانو آسیايي سیالۍ درېيم پړاو به د روانې اکتوبر میاشتې پر ۲۲مه نېټه د بحرین په کوربتوب له ۴۵ هېوادونو څخه د ۲۰۰۰ ورزشکارانو په ګډون پيل شي، چې له افغانستان څخه به په يادو سياليو کې د اتو بېلابېلو ورزشي رشتو ورزشکاران ګډون وکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۶:۳۹
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ۵۴ ورزشکارانو ترمنځ دکیک بوکسنګ سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د یاد ولایت مرکز قلات ښار کې له اتو کلبونو د ۵۴ ورزشکارانو ترمنځ د کېک بوکسېنګ سیالۍ ترسره شوې، چې دوې ورځې یې دوام وکړ.

دا سیالۍ د نویو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۶:۳۷
Background image

ننگرهار کې د ۸ لوبډلو ترمنځ د فوټبال پسرلني جام سيالۍ پای ته ورسېدې

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همکارۍ، د فوټبال د فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکزي لوبغالي کې د ۸ لوبډلو ترمنځ د فوټبال پسرلني جام سيالۍ، چې دوې اوونۍ يې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۶:۳۳
Background image

کندز؛ کلباد ولسوالۍ کې د ۸ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همکارۍ، د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په کلباد ولسوالۍ کې د ۸ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ، چې يوه شپه يې دوام وکړ د. . .

BACK TO NEWS