کابل؛ د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د وزن پورته کولو سيالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۴/۲۲ - ۸:۵۵
کابل؛ د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د وزن پورته کولو سيالۍ پای ته ورسېدې

د بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند وزن پورته کولو فدراسيون له لوري د ياد فدراسيون په تمريناتي کلب کې د کابل د څلورو کلبونو د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د وزن پورته کولو سيالۍ پای ته ورسېدې.

دغه سيالۍ چې دوه ورځې یې دوام وکړي په لسو وزنونو کې ترسره شوې او له مختلفو کلبونو څخه په مختلفو وزنونو کې ورزشکارانو لومړي، دویم او درېیم مقامونه ترلاسه شول.

د یادونې وړ ده چې د یادو سیالیو په پای کې غوره ورزشکارانو ته کپونه او ستاینلیکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۳۵
Background image

پکتيکا؛ ارگون ولسوالۍ کې د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ارگون ولسوالۍ کې له ۴ ولايتونو ۸ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ د غزني آزادۍ کلب. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۳۲
Background image

کابل کې د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د قوت الرمي پنځم پړاو ټاکنیزې سيالۍ پيل شوې

د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همکارۍ او د قوت الرمي ملي فدراسیون له لوري د ورزش ادارې په ۵۰۰ کسيز جمنازيوم کې د کابل ښار له ۱۰ کلبونو د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د قوت الرمي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۲۹
Background image

بلخ؛ چاهي ولسوالۍ کې د ۱۳۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په چاهي ولسوالۍ کې د ۱۳۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزي سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو په پایله کې د ۲۰ جوړو ترمنځ لوبې مساوي او. . .

BACK TO NEWS