کابل؛ د والیبال ۱۹کسیزه ملي لوبډله د مرکزي آسیا په سیالیو کې د ګډون لپاره پاکستان ته لاړه

org2_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۰ - ۱۷:۵۱
کابل؛ د والیبال ۱۹کسیزه ملي لوبډله د مرکزي آسیا په سیالیو کې د ګډون لپاره پاکستان ته لاړه

د والیبال ۱۹ کسیزه ملي لوبډله د بدني روزنې او ورزش لوی ریاست په مرسته د مرکزي آسیا لوبو کې د ګډون په موخه د پاکستان اسلام آباد ایالت ته لاړه.

د مرکزي آسیا دغه سیالۍ د راتلونکې شنبې په ورځ د غويي په ۲۱مه نېټه د پاکستان په اسلام آباد کې د افغانستان، ایران، قرغیزستان، ترکمنستان، سريلانکا او پاکستان په ګډون پبلېږي، چې یوه اوونۍ به دوام وکړي.

د مخه ښې په مراسمو کې د بدني روزنې او ورزش لوی ریاست فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ، د والیبال فدراسیون رهبري هیئت او د والیبال ورزشکارانو ګډون کړی و.

په دغو مراسمو کې حافظ احمد جان ځدراڼ ورزشکارانو ته لازمې لارښوونې وکړې او د دوی په حق کې یې د خیر دعا وکړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۳۱ - ۱۰:۴۰
Background image

سرپل؛ مرکز کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د دولس کلنو کم عمره فوټبال سیالۍ د طلوع لوبډلې په اتلولۍ پای ته رسېدې

د سرپل ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د دولس کلنو کم عمره فوټبال سیالۍ د طلوع لوبډلې په اتلولۍ. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۳۱ - ۹:۵۹
Background image

لغمان؛ په مرکز مهترلام ښار کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د لغمان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز مهترلام ښار کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ځوانانو يووالي او له ااا نظام څخه د ملاتړ په. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۳۱ - ۵:۱۸
Background image

خوست؛ یعقوبیو صبریو ولسوالۍ کې د والیبال رمضان جام سیالۍ د بلال مندوزي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت یعقوبیو صبریو ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د رمضان جام سیالۍ د بلال مندوزي لوبډلې په. . .

BACK TO NEWS