کابل؛ د هاکي فدراسيون ۴۵ روزونکو ته د ظرفيت لوړونې لومړی درجه نړیوال روزنيز سيمينار پای ته ورسېده

org_admin
جمعه ۱۴۰۴/۷/۱۱ - ۱۷:۴۴
کابل؛ د هاکي فدراسيون ۴۵ روزونکو ته د ظرفيت لوړونې لومړی درجه نړیوال روزنيز سيمينار پای ته ورسېده

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د هاکي ملي فدراسيون له لوري د هېواد له ۸ ولايتونو څخه ۴۵ روزونکو ته د هاکي نړیوال فدراسیون د ظرفيت لوړونې لومړی درجه روزنيز سيمينار ، چې څلور ورځې مخکې د المپيک ملي کمېټې د غونډو په تالار کې پيل شوی و، پای ته ورسېده.

د دغه سيمينار د پای په مراسمو کې د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ، د فدراسينونو امر محمد اعظم کوهي، د هاکي نړیوال فدراسیون روزونکي زاهد علي، د افغانستان د هاکي فدراسيون رئيس عبدالله نورستاني، د ورزش ادارې مسؤلينو او روزونکو ګډون کړی وو.

په دغه سيمينار کې د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ له نړيوال فدراسيون څخه مننه وکړه، چې د ظرفيت لوړولو په موخه ياد سيمينار داير کړی و، چې په برياليتوب سره پای ته ورسېده. همدارنګه نوموړي زياته کړه: « د افغانستان هاکي ملي فدراسیون لرغونی تاريخ لري، نو موږ ته پکار ده، چې هاکي ورزش نړيوال سټېج ته ورسوو. همدغه سيمينارونه او د فدراسينونو ملاتړ دی، چې د ا.ا د لومړيو کلونو په پرتله ښې لاسته راوړنې لرو، چې د هغې له جملې په تېر يوه کال کې د ورزش په بېلابېلو برخو کې تر سلو زياتو مډالونه ګټل دي. »

ورپسې د هاکي نړیوال فدراسيون پاکستاني روزونکي زاهد علي د افغانستان د خلکو د ميلمه پالنې څخه مننه وکړه او زياته يې کړه: « زه افغانستان ته مخکې هم ډېر ځله راغلی يم او بيا به هم راځم، تر څو خپلې تجربې د افغانستان له روزونکو سره شريکې کړم. زما توجو زياتره د روزونکو په تخنيکي مهارتونو، ښوونه، اسانتياوو او منابعو وه او له ښاغلي وثيق سره مې د هاکي ورزش د لوبغالي د ورکړې په اړه خبرې هم وکړې او همدرانګه د هاکي ورزش برخې راتلونکو سياليو کې، چې د تاشکند په کوربتوب ترسره کېږي د افغان لوبډلې سره پوره همکاري وکړم.»

په ياد سيمينار کې د هاکي نړیوال فدراسيون پاکستاني روزونکي زاهد علي له لوري د هاکي لوبې نوي اصول، فني او مسلکي مهارتونه، د روزنې بېلابېل مهارتونه، د روزونکو او لوبغاړو د تيارولو مهارتونه او د هاکي سياليو په اړه موضوعات په نظري او عملي بڼه تدريس شول.

د يادونې وړ ده، چې ياد سيمينار، په افغانستان کې د هاکي لوبې د پرمختګ او د روزونکو د ظرفيت لوړونې په موخه ترسره شو، چې په پای د هاکي ملي فدراسیون له لوري د ورزش ادارې مسؤلينو او له پاکستان څخه راغلي روزونکي ته چمتو شوې ډالۍ او د يادې برخې روزونکو ته ستاينليکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۴/۱۰/۵ - ۱۳:۵۶
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ١٦ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوه

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د ياد ولايت په شاجوی ولسوالۍ کې دودیزو لوبو ته د ودې ورکولو په موخه له دوو کلبونو د ١٦ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوه.

. . .
جمعه ۱۴۰۴/۱۰/۵ - ۱۳:۵۴
Background image

هوالباقي

په ډېرې خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ، چې د فوټبال ملي فدراسیون ډایرکټر تخنیک او مدرس محمد حامد میوند دوه ورځې وړاندې په کورنۍ لانجه کې تر ټپي کېدو وروسته نن شپه وفات شوی او له فاني نړۍ. . .

جمعه ۱۴۰۴/۱۰/۵ - ۱۳:۵۲
Background image

بلخ؛ شور تپې ولسوالۍ کې د ٦٠ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ياد ولايت په شور تپې ولسوالۍ کې د ٦٠ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې، چې یوه شپه یې دوام وکړ.

د دغو سیالیو په پایله کې د ۳ جوړو. . .

BACK TO NEWS