کابل؛ د بدن ښکلا او فټنيس نوولسم پړاو ملي ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۲۱:۴۱
کابل؛ د بدن ښکلا او فټنيس نوولسم پړاو ملي ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې

د المپيک بدني روزنې او ورزش عمومي رياست سره په همغږۍ د بدن ښکلا او فټنيس ملي فدراسیون له لوري د کابل په ګډون د هېواد له ۲۱ ولايتونو څخه د ۲۰۹ ورزشکارانو ترمنځ د بدن ښکلا او فټنيس ۱۹م پړاو ملي ټاکنيزې سيالۍ د هېواد ورزش ادارې په ۵۰۰ کسيز جمنازيوم کې پيل شوې.

دغه سيالۍ چې په دوو برخو، د بدن ښکلا او فټنيس کې له (۵۵ - ۹۵+) کيلو ګرامه بېلابېلو وزني کټګوريو او له( ۱۶۵ - ۱۸۵+) سانتې متر قد لرونکو ورزشکارانو ترمنځ پيل شوې، په پای کې به يې ۶۰ تنه په فټنيس او ۵۰ تنه د بدن ښکلا برخه کې د هېواد د بدن ښکلا او فټنيس ملي لوبډلې ته وټاکل شي.

د ويلو ده، چې يادې سيالۍ د هېواد ورزش ادارې د فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدراڼ، ورزشي مسوولینو، د ياد فدراسيون د رهبرۍ غړو، ورزشکارانو او ګڼ شمير مينوالو په شتون کې پيل شوې، چې دوه ورځې به دوام وکړي او پکې به ملي لوبډلې ته د غوره ورزشکارانو ترڅنګ مسټر افغانستان هم وپيژندل شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۹/۴ - ۱۴:۳۸
Background image

د هېواد د سوک وهنې پنځه کسيزه لوبډله د ترکیې جمهوري ریاست جام سياليو کې د ګډون په موخه استانبول ته ولاړه

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست په همکارۍ او د سوک وهنې ملي فدراسيون له لوري د ياد فدراسيون درې ورزشکاران، يو روزونکی او د لوبډلې رئيس د ترکیې جمهوري ریاست جام سياليو کې د ګډون. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۹/۴ - ۱۴:۲۹
Background image

ننګرهار؛ مرکز جلال آباد ښار کې د اتو ښوونځیو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په مرکز جلال آباد ښار کې د اتو ښوونځیو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د میا عمر لېسې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۹/۴ - ۱۴:۲۶
Background image

پکتیا؛ زرمت ولسوالۍ کې د ۵۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په زرمت ولسوالۍ کې د ۵۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې، چې ۲۰ ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو په لومړۍ لوبه کې کوتي. . .

BACK TO NEWS