کابل؛ استالف ولسوالۍ کې د ١٤ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې
د کابل ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په استالف ولسوالۍ کې د ١٤ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د شیران خراسان لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې شیران خراسان لوبډلې د ٤ پر ٢ ګولونو په توپیر خپلې سیالې اتفاق استالف ستورو لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي او د فوټسال غوره استعدادونو موندلو په موخه ترسره شوې، چې درې اوونۍ یې دوام وکړ.
