پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د ١٤ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې
د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت مرکز ښرنه کې د ١٤ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د شمس الله ګلاوال لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه د شمس الله ګلاوال او تتیوالو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه شمس الله ګلاوال لوبډلې وګټله او لومړی یې توپ وهنه وکړه، چې په ټاکلو شپږو اورونو کې یې د دوو ویکټو په زیان خپلې سیالې لوبډلې ته د ٨٨ منډو هدف وټاکه. تتیوالو لوبډلې د هدف به تعقیب کې د ټولو ویکټو په زیان ٦٥ منډې وکړې او د ٢٢ منډو په توپیر یې لوبه وبایلله.
دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې شل ورځې يې دوام وکړ او په پای کې اتلې لوبډلې ته اته زره افغانۍ او دویم مقام ته دوه زره افغانۍ د ډالۍ په توګه ورکړل شوې.
