د ورزش ادارې عمومي رئیس په خپل کاري دفتر کې له نجیب الله طوفان سره ولیدل

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۰ - ۲۰:۲۳
د ورزش ادارې عمومي رئیس په خپل کاري دفتر کې له نجیب الله طوفان سره ولیدل

د ورزش ادارې عمومي رئیس مولوي احمد الله وثیق د زابل ولایت د قوت الرمي له پیاوړي ورزشکار ښاغلي نجیب الله طوفان سره، چې څه موده وړاندې په ناڅرګنده پېښه کې ټپي شوی و، ولیدل او د نوموړي د روغتیا پر اړه یې ډاډ ترلاسه کړ. په دغه لیدنه کې د زابل ولایت د ورزش ادارې امر احمد غلامي او د قوت الرمي فدراسیون رئیس علي شاه محمدي هم شتون درلود.

د ورزش ادارې په همکاري ښاغلی طوفان په زابل ولایت کې تر درملنې وروسته کابل ته راوغښتل شو او په ۴۰۰ بستریز روغتون کې یې بیاځلې معاینات ترسره شول. ډاکټرانو یې د روغتیا اطمنان ورکړ او وې ویل، چې صحت یې د ښه کېدو په حال کې دی.

په دغه لیدنه کې ښاغلي وثیق خوښي وښوده، چې د نجیب الله طوفان صحت د ښه کېدو په حال کې دی، په خبره یې ورزش ادارې خپلو امکاناتو ته په کتو تل د ورزشکارانو ملاتړ کړی او په راتلونکې کې به یې هم حمایت وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۰ - ۲۰:۲۳
Background image

د ورزش ادارې عمومي رئیس په خپل کاري دفتر کې له نجیب الله طوفان سره ولیدل

د ورزش ادارې عمومي رئیس مولوي احمد الله وثیق د زابل ولایت د قوت الرمي له پیاوړي ورزشکار ښاغلي نجیب الله طوفان سره، چې څه موده وړاندې په ناڅرګنده پېښه کې ټپي شوی و، ولیدل او د نوموړي د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۰ - ۹:۵۵
Background image

د ورځنیو تازه ورزشي خبرونو لپاره زموږ فيسبوک پاڼه وڅارئ!👇

د ورځنیو تازه ورزشي خبرونو لپاره زموږ فيسبوک پاڼه وڅارئ!👇

#لينك👇

https://www.facebook.com/share/17KE25kGdA/

BACK TO NEWS