پکتیکا؛ د یارانو لوبډلې د غزني د والیبال ټورنمټ اتلولي خپل کړه

Afzal-af
یکشنبه ۱۴۰۱/۲/۲۵ - ۱۲:۳۵
پکتیکا؛ د یارانو لوبډلې د غزني د والیبال ټورنمټ اتلولي خپل کړه

د غزني ولایت اندړو میري سیمه کې د والیبال اختریزې سیالۍ چې اته ویشت لوبډلو په کې برخه لرله پای لوبه د متحد افغان او یاران لوبډلو ترمنځ د ګڼ شمېر ننداره کونکو پر وړاندي ترسره شوه، چې د یاران لوبډلې وکولي شول د دې لوبو اتلولي وګټي او مقابلې لوبډلې ته یې درې په یو ماتې ورکړه په یادو سیالیو کي د پکتیکا ولایت د ورزشي چارو امر ډاکټر محمد عثمان سیرت هم ګډون کړي وو او د لمړی مقام لوبډلې ته یې لس زره افغانۍ د انعام په شکل ورکړې.

.د یادونې وړ ده چې د لوبو په پاې کې د سیالیو جوړونکو لخوا د اول، دوهم، دریم مقام لوبډلو او غوره لوبغاړو ته جایزي ورکړل شوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۱۵:۵۶
Background image

د اسلامي هېوادونو د پيوستون سياليو کې د سرو زرو مډال راوړونکی ورزشکار محمد يوسف جهانګیر سعودي عربستان ولاړ

د سعودي عربستان ورزشي مسوولینو په رسمي غوښتنه د موی تای برخې افغان ورزشکار محمد يوسف جهانګیر د اسلامي هېوادونو د پيوستون سياليو د مډال ګټونکو ورزشکارانو د ستاينغونډې مراسمو کې د ګډون په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۲۲:۱۱
Background image

د هرات ايثار لوبډلې د افغانستان فوټسال لومړۍ درجې ليگ سياليو اتلولي وګټله

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست سره په همغږۍ د فوټبال ملي فدراسیون د فوټسال ملي کمېټې له لوري د هېواد د ۶ لوبډلو ترمنځ «د افغانستان فوټسال لومړۍ درجې ليګ، لومړی پړاو» چې اته. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۲۲:۳
Background image

افغان ورزشکار روحید ستانکزي د رزمي ورزشونو اسیایي سیالیو کې پرلپسې خپلې دواړه سیالۍ وګټلې

د رزمي ورزشونو له ۱۶ – ۱۸ عمري کټګورۍ اسیایی سیالیو کې روحید ستانکزي په ۶۰ کیلو ګرامه وزن پرلپسې ازبکستاني او قرغیزستاني سیالان مات کړل، چې سبا به پایلوبه له قزاقستاني سیال سره وکړي.

ه. . .

BACK TO NEWS