پکتیکا؛ جاني خېلو ولسوالۍ کې د ۲۶ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په جاني خېلو ولسوالۍ کې د ۲۶ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د بکخېلو ملنګ لوبدلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې بکخېلو ملنګ لوبډلې د ۳ پر ۲ میدانونو په توپیر خپلې سیالې میست ګلاب لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د ځوانانو لپاره د سالمې تفرېح برابرولو په موخه ترسره شوې، چې یوه میاشت یې دوام وکړ.
