پکتیکا؛ اومنې ولسوالۍ کې د ١١ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۱۸ - ۱۰:۳۹
پکتیکا؛ اومنې ولسوالۍ کې د ١١ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په اومنې ولسوالۍ کې د ١١ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د شېردال ګلوال لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه د شېردال ګلوال او زواکې لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه زواکې لوبډلې وګټله او لومړی یې توپوهنه وکړه، چې په ټاکلو شپږو اورونو کې یې د پنځو ویکټو په زیان خپلې سیالې لوبډلې ته د ٦٩ منډو هدف وټاکه. ګلوالې لوبډلې ټاکلی هدف د درېیوو ویکټو په زیان د لوبې په پنځم اور کې ترلاسه کړ او د اوو ویکټو په توپیر یې اتلولي وګټله.

دا سیالۍ ورزش ته د ځوانانو د هڅولو او د سالمې تفرېح برابرولو په موخه ترسره شوې، چې یوه اوونۍ یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۹ - ۹:۴۷
Background image

پکتيکا؛ زيړوک ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په زيړوک ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ، چې لس ورځې مخکې پيل شوې وې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۹ - ۹:۴۲
Background image

ننگرهار؛ چپرهار ولسوالۍ کې د درېيو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د چپرهار ولسوالۍ په ماڼو کلي کې د درېيو لوبډلو ترمنځ د لوی اختر په مناسبت د ماڼو واليبال ليگ دويم. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۹ - ۸:۴۶
Background image

BACK TO NEWS