پکتیکا؛ اورګون ولسوالۍ کې د ۶۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د خوست وحدت لوبډلې په تلولي پای ته ورسېدې
د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په اورګون ولسوالۍ کې د ۶۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د خوست وحدت لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د دې سیالیو د پای په مراسمو کې د المپیک، بدني روزنې او سپورټ لوی ریاست او فوټبال فدراسیون فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان زدراڼ، د فوټبال فدراسیون ریس محمدیوسف کارګر او د فوټبا فدراسیون غړو، ورزشکارانو او ګڼو مینوالو ګډون کړی وو.
په یادو سیالیو کې د پکتیکا ولایت له مرکز او ولسوالیو سربېره د خوست، پکتیا او غزني ولایتونو لوبډلو هم ګډون کړی و، چې په پایلوبه کې یې د خوست وحدت لوبډلې د یو پر صفر ګول په توپیر خپلې سیالې اورګون بالیشو لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې په خپل نوم کړه.
یادې سیالۍ د ځوانانو لپاره د سالمې تفرېح د برابرولو په موخه ترسره شوې، چې دوې میاشتې یې دوام وکړ او په پای کې اتلې لوبډلې ته یو عراده موټر سایکل او غوره ورزش کارانو ته هم چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.