پکتیکا؛ ارګون ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې
د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د ياد ولايت په ارګون ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې ١٥ ورځې به دوام وکړي.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې ارګون لوبډلې د اوو ویکټو په توپیر خپلې سیالې عباس خېلو لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ بریا یې خپله کړه.
