پکتیکا؛ ارګون ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د ياد ولايت په ارګون ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د صدیق لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې لوبډلې د ۲ پر صفر ګولونو په توپیر خپلې سیالې چاپیخیل لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ فوټبال ورزش ته د ودې ورکولو لپاره ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
