پکتیا کې د ۳۲ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې سیالۍ ترسره شوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د سوک وهنې فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت مرکز ګردېز ښار کې د ۳۲ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې دوستانه سیالۍ ترسره شوې.
په دغو سیالیو کې د نویو ځوانانو، ځوانانو او مشرانو په عمري کټګوریو کې ورزشکارانو ګډون کړی و، چې ۱۶ تنو یې خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې خپلې کړې.
دا سیالۍ د سوک وهنې ورزش ته د ودې ورکولو په موخه ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ او په پای کې ګټونکو ورزشکارانو ته مډالونه او ستاینلیکونه ورکړل شول.