د ورزش ادارې د دعوت و ارشاد رئيس د بلخ ولايت د سنوکر کلبونو له استازو سره ناسته وکړه

org2_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۲۲:۳۷
د ورزش ادارې د دعوت و ارشاد رئيس د بلخ ولايت د سنوکر کلبونو له استازو سره ناسته وکړه

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست د دعوت و ارشاد رئيس، مفتي داد محمد بريال عطايي د بلخ ولايت په ورزشي تالار کې د بلخ ولايت د سنوکر کلبونو له استازو سره د اصلاحاتو په موخه ناسته وکړه.

په دغې ناسته کې، د دعوت ارشاد رئيس د ناستې ګډونوالو ته د اصلاحاتي وينا وړاندې کولو ترڅنګ مهم ټکي روښانه کړل او د عملي کولو غوښتنه يې وکړه.

همدارنګه په دې ناسته کې د سنوکر د لوبې د پرمختګ، کلبونو د نظم او انضباط د ټینګښت او د ځوانانو د هڅونې پر اړه مهمې خبرې وشوې او د ګډونوالو له خوا د خپلو وړاندیزونو او نظرونو څرګندونو ترڅنګ د اصلاحاتو د تطبیق لپاره د ګډې همکارۍ ژمنه وشوه.

د يادونې وړ ده ،چې په دې ناسته کې د سنوکر فدراسيون عمومي رئيس محترم وحيد الله اصغري، د بلخ ولايت د سنوکر رئيس محترم نصرت الله معظم، او د بلخ د سنوکر کلبونو ګڼ شمېر مالکانو او استازو ګډون کړی وو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۳:۵۵
Background image
یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۳:۵۲
Background image

مولوي امیر خان مت.قي د غیږنیونې بین المللي جشنوارې ګډون کوونکو هیوادونو استازو ته: موږ غواړو د ورزش له لارې له نړۍ سره خپلې اړیکې نورې هم پراخې کړو

د افغانستان ا.ا. د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیـرخان متـ..ــقي کابل کې د دودیزې غیږنیونې جشنوارې کې د ګډون کوونکو هېوادونو استازي خپل کاري دفتر ته وربللي وو او له دوی سره په خبرو کې یې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۳:۵۰
Background image

جوزجان؛ مرکز شبرغان ښار کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ وشوې

د جوزجان ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز شبرغان ښار کې د يووالي جام په نوم د شپږو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ وشوې،. . .

BACK TO NEWS