پکتیا کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر ټاکنیزې سیالۍ وشوې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۵:۱۸
پکتیا کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر ټاکنیزې سیالۍ وشوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د سنوکر فدراسیون د استازولۍ له لوري د گردېز ښار په پکتیا سنوکر کلب کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر ټاکنیزې سیالۍ وشوې.

دغه سيالۍ، چې د نویو ځوانانو، ځوانانو او لويانو په عمري کټگوریو کې ترسره شوې، په پايله کې ۱۲ تنه ورزشکاران د پکتیا منتخبې لوبډلې ته وټاکل شول.

د يادو سياليو موخه د پکتیا منتخبې لوبډلې ته د غوره ورزشکارانو ته موندل وو، چې دوې ورځې يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۱ - ۱۴:۱۷
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ۳۲ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز قلات ښار کې د ۳۲ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د نویو ځوانانو، ځوانانو او لویانو ورزشکارانو په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۱ - ۱۴:۱۵
Background image

پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د لسو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت مرکز ښرنې ښار په چهار درې سیمه کې د لسو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ زاولو ب لوبډلې په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۱ - ۱۴:۸
Background image

پکتیکا؛ سروبي ولسوالۍ کې د ٣٠ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په سروبي ولسوالۍ کې د ٣٠ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ماسټر ګوهر لوبډلې. . .

BACK TO NEWS