پکتیا کې د جمناسټیک نندارې ترسره شوې

Afzal-af
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۳/۳۱ - ۱۳:۲۵
پکتیا کې د جمناسټیک نندارې ترسره شوې

په یادو نندارو کې ۶۰ لوبغاړو ګډون کړی وه او لیدونکو ته یې په زړه پورې ورزشي نندارې وړاندې کړې.

د دې نندارتون په پای کې د پکتیا د جمناسټیک فدراسیون مشر ښاغلي رحمت الله خوښي څرګنده کړه هغه وویل چې موږ خوښ یو چې اوس په پکتیا کې ورزش د پرمختګ په حال کې ده او زموږ مشکلاتو ته په وخت رسیدګي کیږي.

دپکتیا ولایت دبدني روزنې او ورزش رئیس قاري نورالرحمن تسکین د خپلې وینا کې په پکتیا کې دورزش دپرمختګ یادونه وکړه او وویل یې ویل ټولو فدراسیونونه په کمو امکاناتو تر اوسه ډیر څه کړي؛خصوصاً دجمناسټیک فدراسیون فعالیتو خورا تیز روان دي.

موږ د دوی هڅې ستایو او دلا بریالیتوب په هیله یې یو.

د یادونې وړ ده چې د مراسمو په پای کې دجمناسټیک فدراسیون مشر او دکلبونو استادانو ته دبدني روزنې او ورزش لخوا ستاینلیکونه ورکول شول.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۱۵:۵۶
Background image

د اسلامي هېوادونو د پيوستون سياليو کې د سرو زرو مډال راوړونکی ورزشکار محمد يوسف جهانګیر سعودي عربستان ولاړ

د سعودي عربستان ورزشي مسوولینو په رسمي غوښتنه د موی تای برخې افغان ورزشکار محمد يوسف جهانګیر د اسلامي هېوادونو د پيوستون سياليو د مډال ګټونکو ورزشکارانو د ستاينغونډې مراسمو کې د ګډون په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۲۲:۱۱
Background image

د هرات ايثار لوبډلې د افغانستان فوټسال لومړۍ درجې ليگ سياليو اتلولي وګټله

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست سره په همغږۍ د فوټبال ملي فدراسیون د فوټسال ملي کمېټې له لوري د هېواد د ۶ لوبډلو ترمنځ «د افغانستان فوټسال لومړۍ درجې ليګ، لومړی پړاو» چې اته. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۲۲:۳
Background image

افغان ورزشکار روحید ستانکزي د رزمي ورزشونو اسیایي سیالیو کې پرلپسې خپلې دواړه سیالۍ وګټلې

د رزمي ورزشونو له ۱۶ – ۱۸ عمري کټګورۍ اسیایی سیالیو کې روحید ستانکزي په ۶۰ کیلو ګرامه وزن پرلپسې ازبکستاني او قرغیزستاني سیالان مات کړل، چې سبا به پایلوبه له قزاقستاني سیال سره وکړي.

ه. . .

BACK TO NEWS