پکتیا: مرکز ګردېز ښار کې د ۲۸ ورزشکارانو ترمنځ رزمي سیالۍ وشوې
د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په مرکز ګردېز ښار کې د ۲۸ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي ورزشونو یوني فایټ سبک سیالۍ ترسره شوې.
دغه سيالۍ د نویو ځوانانو، ځوانانو او لويانو ورزشکارانو په عمري کټگوریو کې ترسره شوې، چې په پايله کې ۱۴ تنه غوره ورزشکارانو خپلو سیالاتو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې خپلې کړې.
