پکتیا؛ څمکنیو ولسوالۍ کې د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د UFC سبک سیالۍ وشوې

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۱ - ۱۵:۷
پکتیا؛ څمکنیو ولسوالۍ کې د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د UFC سبک سیالۍ وشوې

د پکتیا ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د رزمي لوبو فدراسيون د استازولۍ له لوري د څمکنیو ولسوالۍ په مرکزي سټډیوم کې د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي لوبو UFC سبک دوستانه سيالۍ وشوې.

دغه سيالۍ د تنکیو ځوانانو، نويو ځوانانو، ځوانانو او لويانو ورزشکارانو په عمري کټگوريو کې ترسره شوې، چې په پايله کې ۵۰ تنو خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره برياوې خپلې کړې.

د سیالیو موخه په یاد ولایت کې د رزمي لوبو UFC سبک ته وده ورکول و، چې یوه ورځ یې دوام وکړ او په پای کې غوره ورزشکارانو ته د اتلولۍ حکمونه، کپونه او مډالونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۰:۳۸
Background image

ننګرهار کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د تکواندو سیالۍ ترسره شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت مرکز جلال آباد ښار کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د تکواندو سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د نویو ځوانانو، ځوانانو او لویانو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۰:۳۵
Background image

خوست کې د ۵۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز متون ښار کې د ۵۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د اسماعیل خېلو منتخبې لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۰:۳۳
Background image

هلمند؛ په نادعلي ولسوالۍ کې د ۱۶ بي لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري، په نادعلي ولسوالۍ کې د ۱۶ بي لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ چې ۲۰ ورځې وړاندې پيل شوې وې، پای ته ورسېدې

. . .

BACK TO NEWS