پکتیا؛ نیازیو لوبډلو د شپږو ولایتونو ترمنځ د والیبال سیالیو اتلولي وګټله

org2_admin
شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۲ - ۹:۱۹
پکتیا؛ نیازیو لوبډلو د شپږو ولایتونو ترمنځ د والیبال سیالیو اتلولي وګټله

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د والیبال فدراسیون د استازولي له لوري د شپږو ولایتونو ۴۳ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د نیازیو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

په دغو سیالیو کې د پکتیکا، کابل، لوګر، غزني، خوست او میدان وردګ ولایتونو څخه ۴۳ لوبډلو ګډون کړی و، چې پایلوبه یې د کابل موسهي او پکتیا نیازیو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه.

د دغو سیالیو پایله کې د نیازیو لوبډلې د ۳/۲ میدانونو په توپیر خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې په خپل نوم کړه.

دغه سیالۍ چې ۳۱ ورځې یې دوام وکړ په پای کې یې اتلې لوبډلې ته ۲۰ زره افغانۍ او دویم مقام لوبډلې ته پنځه زره افغانۍ د ډالۍ په توګه ورکړل شوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۴:۲۰
Background image

کونړ کې د ۶۰ پهلوانانو ترمنځ سيالۍ وشوې

د کونړ ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د پهلواني فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکزي جمنازيوم کې د ۶۰ پهلوانانو ترمنځ د پهلوانۍ آزادې سيالۍ وشوې.

دا سیالۍ د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۴:۱۲
Background image

کونړ؛ اسعدآباد ښار کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال ټورنمنټ پيل شو

د کونړ ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د مرکز اسعدآباد ښار په کرهالې سيمه کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال ټورنمنټ پيل شو.

د يادو سياليو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۳:۲۶
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د کيک جيتسو سبک سيالۍ وشوې

د کندز ولایت د بدني روزنې اورزش رياست په همغږۍ، د رزمي لوبو فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي لوبو کیک جیتسو سبک سيالۍ وشوې.

. . .

BACK TO NEWS