پکتیا؛ مرکز ګردېز ښار کې د ۳۶ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې سیالۍ ترسره شوې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۷ - ۱۱:۲۸
پکتیا؛ مرکز ګردېز ښار کې د ۳۶ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې سیالۍ ترسره شوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د سوک وهنې فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت مرکز ګردېز ښار په سيارکلب کې د ۳۶ ورزشکارانو ترمنځ د رمضان جام په نوم د سوک وهنې دوستانه سیالۍ ترسره شوې.

دغه سيالۍ، د نویو ځوانانو، ځوانانو او مشرانو ورزشکارانو په عمري کټګوریو کې ترسره شوې، چې په پايله کې ۱۸ ورز شکارانو خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره برياوې خپلې کړې.

د يادو سياليو موخه د سوک وهنې ورزش ته وده ورکول و، چې يوه ورځ يې دوام وکړ او په پای کې غوره ورزشکارانو ته ستاينليکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲ - ۱۵:۲
Background image

پکتيکا؛ ارگون ولسوالۍ کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د واليبال اختريزې سيالۍ پای ته ورسېدې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ارگون ولسوالۍ کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د واليبال اختريزې سيالۍ، چې ۱۴ ورځې مخکې پيل شوې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲ - ۱۴:۵۳
Background image

پکتیکا؛ یوسف خېلو ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پیل شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په یوسف خېلو ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پیل شوې.

د یادو سیالیو په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲ - ۱۴:۵۰
Background image

لغمان؛ علینګار ولسوالۍ کې د ٢٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د لغمان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په علینګار ولسوالۍ کې د ٢٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ولسوالۍ مرکز. . .

BACK TO NEWS