پکتیا؛ مرکز ګردېز ښار کې د لسو ولایتونو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۶ - ۱۲:۴۲
پکتیا؛ مرکز ګردېز ښار کې د لسو ولایتونو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د والیبال فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت مرکز ګردېز ښار کې د لسو ولایتونو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې.

په دغو سیالیو کې د پکتیا،کابل، لوګر، خوست، غزني، پکتيکا، کاپيسا، ننګرهار، لغمان او ميدان ورګو ولایتونو څخه ۳۰ لوبډلو ګډون کړی دی چې لومړۍ لوبه کې یې نیازي کلا لوبډلې خپلې سیالې د پکتیا اړوند فرهاد حبیبي لوبډلې ته د ۳ پر صفر میدانونو په توپیر ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ بریا یې په خپل نوم ثبت کړه.

ټاکل شوې چې دغه سیالۍ به یوه میاشت دوام وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۴:۲۰
Background image

کونړ کې د ۶۰ پهلوانانو ترمنځ سيالۍ وشوې

د کونړ ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د پهلواني فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکزي جمنازيوم کې د ۶۰ پهلوانانو ترمنځ د پهلوانۍ آزادې سيالۍ وشوې.

دا سیالۍ د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۴:۱۲
Background image

کونړ؛ اسعدآباد ښار کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال ټورنمنټ پيل شو

د کونړ ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د مرکز اسعدآباد ښار په کرهالې سيمه کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال ټورنمنټ پيل شو.

د يادو سياليو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۳:۲۶
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د کيک جيتسو سبک سيالۍ وشوې

د کندز ولایت د بدني روزنې اورزش رياست په همغږۍ، د رزمي لوبو فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي لوبو کیک جیتسو سبک سيالۍ وشوې.

. . .

BACK TO NEWS