پکتیا؛ روحاني بابا ولسوالۍ کې د پنځوس ورزشکارانو ترمنځ د نېزه وهنې سیالۍ ترسره شوې

org2_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۱۴ - ۲۳:۴۵
پکتیا؛ روحاني بابا ولسوالۍ کې د پنځوس ورزشکارانو ترمنځ د نېزه وهنې سیالۍ ترسره شوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د نېزه وهنې فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په روحاني بابا ولسوالۍ کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د نېزه وهنې اختریزې سیالۍ ترسره شوې.

دغه سیالۍ په لاین، سینګل او سیکشن برخو کې ترسره شوې، چې په پایله کې یې حاجي ستار، غلام نبي او حکمران لوبډلو اول، دویم او درېیم مقامونه خپل کړل.

دغه لوبې د نېزه وهنې ورزش ته د ودې ورکولو او د سیمې ځوانانو لپاره د سالمې تفرېح برابرولو په موخه ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲ - ۱۰:۳۰
Background image

لوگر کې د ۶۵ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې اتم پړاو سيالۍ وشوې

د لوگر ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د سوک وهنې فدراسيون د استازولۍ له لوري د پل علم ښار په دولتي جمنازيوم کې له څلورو کلبونو د ۶۵ ورزشکارانو ترمنځ د خپلواکۍ د څلورمې کليزې په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲ - ۱۰:۲۸
Background image

پکتیا کې د ۷۸ ورزشکارانو ترمنځ د K1 سبک سيالۍ وشوې

د پکتیا ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د رزمي لوبو فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په څمکنیو ولسوالۍ کې له څلورو ولايتونو د ۷۸ ورزشکارانو ترمنځ د K1 سبک سيالۍ وشوې.

په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲ - ۱۰:۲۷
Background image

پکتیا کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره ليگ پيل شو

د پکتيا ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د مرکز گردېز ښار په اتفاق لوبغالي کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ۲۰۲۵ کال فوټبال غوره لیگ دوراني سیالۍ پيل. . .

BACK TO NEWS