پکتیا؛ احمدخېلو ولسوالۍ کې ۷۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۹:۸
پکتیا؛ احمدخېلو ولسوالۍ کې ۷۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همکاري او د بسم الله ځاځي په مالي مرسته د یاد ولایت په احمد خېلو ولسوالۍ کې د ځوانانو په نوم د والیبال سیالۍ پیل شوې چې ۴۵ ورځې به دوام وکړي.

په دغو سیالیو کې له کابل، لوګر، غزني، میدان وردګ، خوست، کاپیسا، لغمان، ننګرهار او پکتیا ولایتونو څخه ۷۰ لوبډلو ګډون کړی دی او لومړۍ لوبه یې د بسم الله او شفیق الله لوبډلو ترمنځ ترسره شوه چې په پایله کې یې بسم الله لوبډلې د ۳-۱ میدانو په توپیر خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه.

یادې سیالۍ ورزش ته د ځوانانو د هڅولو په موخه په لاره اچول شوي او ټاکل شوې چې اتلې لوبډلې ته به ۲۰۰زره افغانۍ نغدي جایزه ورکړل شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۴:۲۰
Background image

کونړ کې د ۶۰ پهلوانانو ترمنځ سيالۍ وشوې

د کونړ ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د پهلواني فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکزي جمنازيوم کې د ۶۰ پهلوانانو ترمنځ د پهلوانۍ آزادې سيالۍ وشوې.

دا سیالۍ د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۴:۱۲
Background image

کونړ؛ اسعدآباد ښار کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال ټورنمنټ پيل شو

د کونړ ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د مرکز اسعدآباد ښار په کرهالې سيمه کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال ټورنمنټ پيل شو.

د يادو سياليو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۳:۲۶
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د کيک جيتسو سبک سيالۍ وشوې

د کندز ولایت د بدني روزنې اورزش رياست په همغږۍ، د رزمي لوبو فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي لوبو کیک جیتسو سبک سيالۍ وشوې.

. . .

BACK TO NEWS