پکتيکا کې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې
د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز تتيوالو کلي کې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ميس عينک لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو په پايلوبه کې ميس عينک لوبډلې په ټاکلو لسو اورونو کې يې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره خپلې سيالې قطعه خاص لوبډلې ته د ۱۲۷ منډو هدف وټاکه، په ځواب کې قطعه خاص لوبډلې د ټولو اورونو په لوبولو سره ۷۲ منډې وکړې او لوبه يې د ۵۴ منډو په توپير وبايلله.
دا سيالۍ له نشه یي توکو څخه د ځوانانو د لري والي په موخه ترسره شوې، چې شاوخوا يوه مياشت يې دوام وکړ.
