پکتيکا؛ غزني لوبډلې د نيزه وهنې درېيم پړاو ولايتي سياليو اتلولي وگټله

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د وزلوبې، نيزه وهنې او سيمه ييزو لوبو ملي فدراسيون له لوري د پکتيکا ولايت د مرکز ښرنې په مرکزي ميدان کې د شپږو ولایتونو د اوو لوبډلو ترمنځ ملي لوبډلې ته د غوره لوبغاړو ټاکلو او دوديزو لوبو ته د ودې ورکولو او پرمختگ په موخه د نيزه وهنې درېيم پړاو ولايتي سيالۍ، چې دوې ورځې مخکې پيل شوې وې، د ورزش ادارې رهبري په حضور کې د غزني لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.
په یادو سياليو کې د زابل، غزني، خوست، پکتيا، ميدان وردگ او کوربه پکتيکا A او B لوبډلو گډون کړی وو، چې په پايله کې د غزني لوبډلې په لومړي سکشن، سنگل لين او دويم سکشن کې تر نورو لوبډلو ښه لوبه وکړه او د يادو سياليو اتلولي يې خپله کړه.
د دغو سياليو د پای په مراسمو کې د هېواد د ورزش ادارې عمومي رييس مولوي احمد وثیق وويل: دا د پکتيکاوالو لپاره د ډېر وياړ ځای دی، چې په لومړي ځل په دغه ولایت کې د ولايتونو په کچه د نيزه وهنې سيالۍ ترسره شوې، د ورزش اداره تل هڅه کوي، چې ورزش د هېواد ټولو برخو ته ورسوي، چې په دې برخه کې مو د ملي او دوديزو لوبو د لا ښې ودې لپاره نوي بستونه ايجاد کړي.
ښاغلي وثیق همداراز زياته کړه: په نږدې وختونو کې به د پکتيکا ولايت مرکزي فوټبال ميدان هم په اساسي او معياري توگه ورغول شي.
په دوام يې د وزلوبې، نيزه وهنې او سيمه ييزو لوبو ملي فدراسيون رييس غلام سرور جلال وويل: هڅه مو دا ده، چې د نيزه وهنې ملي لوبه نورو ولايتونو ته ورسوو او زياته یې کړه د ورزش ادارې له موږ سره د سياليو په چمتو کولو کې هر اړخيزه همکاري کړې ده او په نږدې راتلوونکي کې به زموږ د نيزه وهنې ملي لوبډله په نړيوالو سياليو کې گډون وکړي.
ياده دې وي، چې د دغو سياليو دويم مقام پکتيکا A او درېيم مقام بيا ميدان وردگ ولايت خپل کړ، چې په پای کې لومړي، دويم او درېيم مقام گټوونکو لوبډلو ته نغدي ډالۍ او کپونه ورکړل شول.
هېره دې نه وي، چې د د دغو سياليو د پای په مراسمو کې د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رييس مولوي احمد الله وثيق، د ياد رياست فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدران د وزلوبې، نيزه وهنې او سيمه ييزو لوبو فدراسيون رييس غلام سرور جلال، د پکتيکا ورزش آمر ډاکټر عثمان سيرت، له مرکز څخه تللي پلاوي، تجارانو د رسنيو استازو، قومي مخورو، ورزشکارانو او د ورزش گڼ شمېر مينوالو گډون کړی وو.