پکتیکا؛ یحیی خېلو ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د نيزه وهنې سيالۍ ترسره شوې

پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د وزلوبې،نيزه وهنې او سيمه ييزو لوبو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري ياد ولایت په یحیی خېلو ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د نيزه وهنې سيالۍ د یوسف خیلو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
دغو سياليو په پايله کې یوسف خېلو لوبډلې د ۲۲ نمرو په ترلاسه کولو سره لومړی، د مرکز سه ګانې لوبډلي د ۸ نمرو په لاسه کولوسره دویم مقام او دیحیی خېلو ولسوالۍ لوبډلې د۴ نمرو په ترلاسه کولوسره درېیم مقامونه ترلاسه کړ.
دا سیالۍ ملي او دودیزو لوبو ته د ودې ورکولو په موخه ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.