پکتيکا؛ برمل ولسوالۍ کې د ۱۳ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پيل شوې

org2_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۱ - ۱۰:۵۹
پکتيکا؛ برمل ولسوالۍ کې د ۱۳ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پيل شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په برمل ولسوالۍ کې د ۱۳ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پيل شوې.

د دغو سياليو لومړۍ لوبه د وزيرستان زلمو او يوولس ستورو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه وزيرستان زلمو لوبډلې وگټله او لومړی يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو اتو اورونو کې يې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره سيالې لوبډلې ته د ۱۱۲ منډو هدف وټاکه، په مقابل کې يوولس ستورو لوبډلې ياد هدف د لوبې په اتم اور کې ترلاسه کړ او د شپږو ویکټو په توپير يې بريا خپله کړه.

دا سيالۍ په ليرې پرتو سیمو کې ورزش ته د ودې ورکولو او د ځوانانو لپاره د سالمې تفريح برابرولو په موخه ترسره کېږي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۸ - ۱۵:۸
Background image

لغمان؛ قرغیو ولسوالۍ کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د لغمان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په قرغیو ولسوالۍ کې د ۳۲لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ ، چې یوه میاشت مخکې پیل شوې وې، د احمد سیر لوبډلې په اتلولي پای. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۸ - ۱۵:۶
Background image

هلمند؛ مارجې ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مارجې ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ ، چې ۱۵ ورځې مخکې پیل شوې وې، د حیدري اتلانو لوبډلې په اتلولي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۸ - ۱۵:۴
Background image

کونړ؛ څوکۍ ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د کونړ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په څوکۍ ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې لس ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې. . .

BACK TO NEWS