پکتيا؛ په څمکنيو ولسوالۍ کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۵/۳ - ۸:۵۴
پکتيا؛ په څمکنيو ولسوالۍ کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د پکتيا ولايت د بدني روزنې او سپورټ رياست اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په څمکنیو ولسوالۍ کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ د پټان لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو په پايلوبه کې پټان لوبډلې خپلې سيالې سړنگوړه لوبډلې ته د ۰/۳ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.

د دغو سياليو د ترسره کېدو موخه په يادې ولسوالۍ کې د واليبال لوبې وده او پرمختگ و، چې شاوخوا يوه مياشت يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۱۱:۹
Background image

بادغیس کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره لیګ سیالۍ پای ته ورسېدې

د بادغیس ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز قلعه نو ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره لیګ سیالۍ د حماسه کلب لوبډلې په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۱۱:۳
Background image

پکتيکا؛ په ارگون ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د اتحاد جام په نوم د فوټسال سيالۍ پيل شوې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ارگون ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د اتحاد جام په نوم د فوټسال سيالۍ پيل شوې.

د يادو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۶:۲
Background image

بلخ کې د ۵۰ چاپ اندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د وزلوبې فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په بلخ ولسوالۍ کې د ۵۰ چاپ اندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې.

د دغو سیالیو په پای کې. . .

BACK TO NEWS