پکتيا؛ په روحاني بابا ولسوالۍ کې د ۳۲ ورزشکارانو ترمنځ د نيزه وهنې سيالۍ ترسره شوې
د پکتيا ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د بزکشۍ فدراسيون د استازولۍ له لوري په روحاني بابا ولسوالۍ کې د موسی بن نظير او خالد بن وليد لوبډلو د ۳۲ ورزشکارانو ترمنځ د نيزه وهنې سيالۍ ترسره شوې.
دغه سيالۍ، چې د نيزه وهنې لوبې د ودې او پرمختگ په موخه ترسره شوې، په پايله کې موسی بن نظير لوبډلې د ۵۵ نمرو په ترلاسه کولو سره لومړی مقام خپل کړ.
د يادونې وړ ده، چې په پای کې د روحاني بابا خيريه بنسټ له لوري غوره ورزشکارانو ته ځانگړې شوې ډالۍ ورکړل شوې.