خوست کې د شــ-.ـه-ید محمد حـ-.ـق.ا.ني په نوم د فوټبال سیالۍ پیل شوې
د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د فوږټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په ډاب سیمه کې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه پنزايي وحدت او کنډیو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې یې کنډیو لوبډلې پنزايي وحدت لوبډلې ته د ۳ پر ۱ ګول ماتې ورکړه.
ټاکل شوې چې دغه لوبې به ۴۵ ورځې دوام وکړي.