پکتيا؛ مرکز ګرديز کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د پکتيا ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د والیبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت مرکز ګرديز په نيستي کوټ سيمه کې له مرکز او ولسواليو څخه د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ د رود احمدزيو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سياليو په پايلوبه کې د رود احمدزيو لوبډلې خپلې سیالې زرګر کلا لوبډلې ته د ۲/۰ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
د يادو سياليو موخه د ځوانانو ترمنځ يووالی رامنځته کول و، چې ۱۵ ورځې يې دوام وکړ.
د سياليو په پای کې غوره لوبډلې ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.