په کاپیسا ولایت کې د آشي هارا کاراټې سیالۍ وشوې.
په کاپیسا ولایت کې د کاراټې د پنځو کلپونو د ۸۰ لوبغاړو ترمینځ د دوستۍ جام سیالیو لومړی پړاو ترسره شو.
یادې سیالۍ چې د کاپیسا په مرکزي جمنازیوم کې وشوې د کاپیسا مرستیال والي، د کاراټې فدراسیون هیأت او په سلګونو تنو مینه والو په کې ګډون کړی ؤ.
په پایله کې د کاپيسا د مرکز دیرستان ځوانانو کلب لومړی مقام، خالد بن ولید کلب دوهم مقام، د نجراب دوهمې او لومړۍ حصې کلپونو په ترتیب درېیم او څلورم مقامونه خپل کړل.
د ورزش ولایتي ادارې لخوا مخکښو لوبغاړو او کلپونو ته تشویقي کپونه، مډالونه او همدارنګه د قهرمانۍ حکمونه ورکړل شول.
ددې یو ورځنیو لوبو موخې د ورزشکارانو ترمینځ همغږي او صمیمیت راوستل، د هغوی تشویق او همدارنګه په کاپیسا ولایت کې ورزش ته وده ورکول بلل شوې.
