په کابل کې د تکواندو سيالۍ ترسره کېدل.
په کابل کې د تکواندو سيالۍ ترسره کېدل. د جاپان په توکيو ښار کې د المپیک نړيوالې سيالۍ چې راتلونکي 2020 ز کال کې کېږي افغان لوبغاړو دغو سيالیو ته د لار موندنې په موخه د ورزش رياست په 500 نفري جمنازيوم کې سيالۍ پېل کړې. د تکواندو ملي فدراسيون د مالوماتو له مخې په دې لوبو کې شاوخوا 100 لوبغاړي د ځوانان او لويانو په برخه کې د 58 څخه تر 68 کيلو وزني کټه ګورۍ کې سيالۍ کوي او نجونې بيا له 49 کيلو څخه تر 68 کيلو وزني کټه ګورۍ کې سيالۍ کوي. د يادولو ده چې په پای کې 4 غوره لوبغاړي له نارینه او 4 غوره لوبغاړې له ښځينه وو څخه په ګوته کيږي ترڅو په بهرنيو سيالیو کې ګډون وکړي او درجه بندۍ ته په کتو به 2 غوره څېرې د 2020 کال نړيوال المپیک په غوراوي پړاو کې ګډون وکړي.
